د افغانستان ملي انسجام حرکت

Image

زموږ نوري صفحې


Image

موږ د افغانستان د ټولو خلکو لپاره خوندیتوب غواړو

د افغانستان ملي انسجام حرکت يو ملي او ولسي خوځښت دئ چې د افغانستان له بېلابېلو اقشارو، سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، صنفي اتحاديو، ديني علماوو قومي مشرانو او ټولنې له مخورو شخصيتونو څخه جوړ شوی چې هدف يې د افغانستان ملي خوندیتوب دئ.

دا حرکت نه مدني ټولنه او نه هم تر اوسه پورې سياسي ګوند دئ، بلکې يو ولسي حرکت او خوځښت دئ چې د ټولنې د ټولو اقشارو د خونديتوب او ګټو لپاره کار کوي، زموږ حرکت نه اپوزيشن او نه هم د حکومت ملګری دئ، موږ ملي خونديتوب غواړو، که حکومت، سياسي ډلې، مدني ټولنې او د ټولنې هر مخور شخص زموږ د پروګرام ملاتړ وکړي موږ يې هرکلی کوو.

موږ په افغانستان کې دننه يو بل نه ملامتوو، ځکه موږ پوهېږو چې زموږ د بدمرغۍ اصلي عوامل د افغانستان له پولو څخه دباندې دي، څرنګه چې زموږ ستونزه يوه نړيواله ستونزه ده، بايد حل يې هم نړيوالو ټولنو ته راجع شي، موږ خپله طرحه د يوې حقوقي دعوې په بڼه چمتو کړې او نړوالو حقوقي او قضايي ادارو ته مو راجع کړې ده، د دې تر څنګ مو د څو هېوادونو سفارتونو او پارلمانونو ته هم سپارلې ده، ځينو نړيوالو ادارو رسماً خبر راکړی چې ستاسې دعوه مو واخيسته او غور ورباندې کوو، خو ځينو ادارو لا تر اوسه پورې خبر نه دئ راکړی، اوس هم د کورونا له امله ډېرې ادارې تړلي دي، که دا بنديزونه ليري شول، موږ به د خپلې دعوې لپاره مدافع وکيلان ونیسو او په نړيواله کچه به خپله دعوه مخ ته يوسو.

موږ حکومت هم د ملت برخه بولو، که چېرې موږ دا دعوه وګټله او نړيوالو مو ملاتړ وکړ، په دې کار کې د حکومت هم خير دئ. موږ له حکومت څخه هم غوښتي چې دا دعوه تر نړيوالې ټولنې پورې ورسوي او زموږ لاسنيوی وکړي، موږ دا موضوع د افغانستان پارلمان، امنيت شورا، بهرنيو چارو وزارت او ولسمشرۍ دفتر سره شريکه کړې ده، خو له بده مرغه چې دوی موږ ته جواب نه دئ راکړی.

د افغانستان ملي انسجام حرکت اوس مهال په دوو برخو کې کار کوي، يو په نړيواله سطحه هڅې کوو چې دا دعوه تر حقوقي ادار پورې ورسوو، بهرنيو پارلمانونو او سیاسي ګوندونو سره اړیکي نیسو چې خپل حکومتونه قانع کړي، تر ډېره حده مو هڅه دا ده چې نړيوال  د بن د ۱۳۸۶ پریکړي له مخي قانع کړو او ورته ووايو چې دلته يو پوره ملت له تباهۍ سره مخ دئ، موږ ورک کېږو، موږ د نړيوال کلي يو کور يو، موږ حق لرو چې د نړیوال مدنی او سیاسي حقوقي میثاق د دوهمي برخي څلورمي مادې د ۱۹۶۶م کال د ډسمبر د مصوبې له مخي نړیوال سازمان مکلف دی چي د افغانستان د ملت څخه په اوسني خاصو شرایطو کښي حمایت وکړي.

زموږ د کار بله برخه د خلکو انسجام او يووالی دئ، موږ د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره خبرې کړی دي، موږ وينو چې هیڅوک هم د خوندیتوب احساس نه کوي، زموږ د دعوې نوم (ملي خونديتوب) دئ چې پر پنځو برخو وېشل شوی دئ:

۱: سياسي خونديتوب

۲: نظامي خونديتوب

۳: اجتماعي خونديتوب

۴: اقتصادي خونديتوب

۵: محيطي خونديتوب.

د نیما پروفایل

Image

د نیما راپور

Image

د نیما دوهمه اعلامیه

Image

Our Visiting

Visiting the deputy President Sarwar Danish
Visiting the deputy President Sarwar Danish10 Jan 2021
Meeting with the Chairman of National Assambly
Meeting with the Chairman of National Assambly 16 Jan 2021
Visiting the Defence Minister
Visiting the Defence Minister31 Jan 2021